اپوزيشن ليډر شهباز شريف به نن د سب جيل نه رها کړې شې

0
27

اپوزيشن ليډر شهباز شريف به نن د سب جيل نه رها کړې شې،لاهور هائيکورټ تيره ورځ آشيانه هاوسنګ سکيم او رمضان شوګرملز کيس کښې د شهباز شريف ضمانت منظور کړې وو
اپوزيشن ليډر شهباز شريف نن د سب جيل نه رهائې امکان دے، سب جيل چارواکو مطابق د شهباز شريف د رهائې تحريرې حکمنامه ميلاويدو نه پس به هغه رها کولې شې،رهائې نه پس به منسټر کالونې اسلام آباد کښې د شهباز شريف کور ته ورکړے شوې د سب جيل درجه هم ختمه شې، د شهباز شريف ذاتې سيکيورټې سټاف هم لاهور نه منسټر کالونې اسلام آباد ته رارسيدلې دے
مياشهباز شريف به رهائې نه پس رائيونډ لاهور ته ځې او خپلې مور سره به هم ملاقات کوې
تيره ورځ لاهور هائيکورټ د آشيانه هاوسنګ سکيم او رمضان شوګر ملز کيس کښې د شهباز شريف ضمانت منظور کړې وو او د هغه د رهائې حکم ئې ورکړے وو