اپوزيشن ټولوجماعتونود مختلف امور لپاره دري کميټيانې جوړولو باندي اتفاق کړي

اپوزيشن ټولوجماعتونود مختلف امور لپاره دري کميټيانې جوړولو باندي اتفاق کړي

د اپوزيشن رهبر کميټۍ اجلاس کښي ټولوجماعتونود مختلف امور لپاره دري کميټيانې جوړولو باندي اتفاق کړي، پارليمنټ هاؤس کښي د تحريک عدم اعتماد او اجتماعي استعفو په حواله يوه کميټي جوړولو فيصله شوي ، رهبر کميټۍ فيصله کړي چه مرکز نه واخله تر ضلعي سطح پوري به د پي ډي ايم تنظيمي ډهانچه هم جوړولي شي.د اپوزيشن رهبر کميټۍ اجلاس د کنوينر اکرم دراني په مشرۍ کښي ترسره شو چه پکښي د ملک مجموعي سياسي صورتحال باندي مشاورت شوي.د رهبر کميټۍ غونډه کښي احسن اقبال، اياز صادق ، فرحت الله بابر، ميا افتخار حسين ، اويس نوراني په شمول يو شمير مشرانو ګډون کړي ،داجلاس دوران داپوزيشن اے پي سي کښي شوي فيصلو باندي تبادله خيال شوي او حکومت ته د ټف ټائم ورکولو باندي هم مشاورت شوي.داپوزيشن ډلو رهبر کميټۍغونډه کښي دمختلف امور لپاره په دري کميټيانې جوړولو اتفاق شوي، وئيلي کيږي چي يوه کميټي به د ټولو جماعتونو ترمئينځه د رابطو کار ترسره کوي.د اپوزيشن متفقه لائحه عمل ،جلسي او احتجاج او ټي او آرز پحقله هم يو کميټي جوړه کړي شوي او بله کميټي به پارليمنټ هاؤس کښي د تحريک عدم اعتماد او اجتماعي استعفو په حواله لائحه عمل ټاکي اجلاس کښي په دي خبره هم اتفاق شوي چه هره کميټي به خپل تجاويز کنوينئر ته وړاندي کوي او کنوينئر به دا تجاويز د يوولس جماعتونو قائدين مخي ته کيږدي او په ټولوسفارشات به حتمي فيصله قائدين کوي