اپوزيشن ډله د اے پي سي په ذريه لوټ شوےرقم نشي پټولے،اجمل وزير

اپوزيشن ډله د اے پي سي په ذريه لوټ شوےرقم نشي پټولے،اجمل وزير

د خېبرپښتونخوا حکومت ترجمان اجمل وزير وئيلي دي چې دا وخت پاکستان د يوشمېر بحرانونو سره مخ دے، په داسې وخت کښې د اپوزيشن له اړخه اے پي سي راغوښتل قابل مذمت خبره ده، اپوزيشن ډله چرې هم لوټ شوے دولت د آل پارټيز کانفرنس په ذريعه نشي پټولے او دا چې ټول قام د پاک فوج سره اوګه په اوګه ولاړ دي
پېښور کيبنټ روم کښې خبري غونډې ته د وينا په وخت د صوبائي حکومت ترجمان اجمل وزير ووئيل چې هندوستان په کشمير کښې خپل بربريت جاري ساتلے او په لائن آف کنټرول اشتعال انګيز بمباري کوي ، او د دواړو هېوادونو ترمينځه تاؤ تريخوالے روان دے، په داسې حال کښې اپوزيشن ډله آل پارټيز کانفرنس را وغوښتلو کومه چې د غندنې خبره ده، او کومو سياسي ګوندونو چې ملک لوټلے دے، هغوي به دغه لوټ شوے رقم ضرور واپس کوي، د هغۀ وينا وه چې د جنګ صورتحال جوړ شو نو ټول قام به د فوج سره د هند خلاف اوګه په اوګه په ولاړ وي، او دا چې مودي د کشميريانو په حقونو ډاکه وهلې ده ،د پاکستان په کوششونو سلامتي کونسل د کشمير په معامله کښې سنجيده ګام پورته کړيدے،بيا په داسې حال کښې د اپوزيشن لخوا اے پي سي راغوښتلو سره دنيا ته منفي پېغام ورکړے شو