اپوزيشن ډلو اتحاد پى ډى ايم يو شمير اهم اجلاسونه ملتوي کړي شوي

اپوزيشن ډلو اتحاد پى ډى ايم يو شمير اهم اجلاسونه ملتوي کړي شوي

اپوزيشن ډلو اتحاد پى ډى ايم يو شمير اهم اجلاسونه ملتوي کړي شوي.په ديارلسم نومبر کيدونکې د اسټيرنګ کميټۍ اجلاس به اوس په شپاړسم اکتوبر کيږي اود پارټيانود مشرانواجلاس دڅوارلسم نومبر په ځائے اوس په اوولسم نومبر رابللي شوي.د پى ډى ايم ترجمان ميا افتخار حسين وئيلى چې د پى ډى ايم چارټر ته حتمى شکل ورکوؤلو لپاره دسټيئرنګ کميټې اجلاس په شپاړسم او سربراهى کميټې اجلاس به اوس په اولسم نومبر ترسره کيږى، چې پکښې به په مختلف تجاويزو غور کوؤلې شى.ميا افتخار حسين وائي چه دي اجلاسونو کښي به پي ډي ايم نور هم فعاله کولو لپاره لائحه عمل ټاکلي شوي.د يادونې وړ ده چه تيره هفته پي ډي ايم د خيبر پختونخوا سرښار پيښور کښي د جلسې لپاره ضلعي انتظاميي ته باقاعده درخواست ورکړي وو او د پنځه پارټو جنرل سيکرټريز باندي مشتمل انتظامي کميټۍ دپي ډي ايم جلسے اين او سي لپاره دا درخواست جمع کړي وو