اپوزيشن که احتجاج شوق پوره کوي نو ډي چوک کښي به ورته کنټينر خپل ورکم

0
37

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چي ملک کښي ټول نه غټ تيل او ګيس ذخائر دريافت کيدو باندي ډير تيزي سره کار روان دي چي د ملک تقدير ورسره بدل شي او حکومت راته په ډيرے خساري کښي ميلاو شوي چي خساري کمولو لپاره شپه ورځ مي يوه کړي، عمران خان اووئيل چي خارجه پاليسي په کاميابي سره روانه دي او اپوزيشن که احتجاج شوق پوره کوي نو ډي چوک کښي به ورته کنټينر خپل ورکم، دغه خبري وزيراعظم سنيئر صحافيانو سره ملاقات دوران کړي
وزيراعظم عمران خان سينيئر صحافيانو او بيټ رپورټرز سره خصوصي ملاقات کښي وئيلي چي ن ليګ ته چي کله حکومت ميلاويدو نه پنځلس اربه ډالر قرضه وو او مونږ ته دريش اربه ډالر قرضه کښي حکومت ميلاو شوي، دي نه مخکښي حکومتونو د قرضو ختمولو لپاره هيڅ پاليسي نه وه او مونږه دغو قرضو نه ملک خلاصولو لپاره شپه ورځ يوه کړيده
خان صيب اووئيل چي مشکل وخت ضرور دي خو ډير به دغه مشکلات ختم شي
وزيراعظم عمران خان اووئيل چي کراچي سمندر کښي ټولو نه غټ تيل او ګيس ذخائر دريافت شوي که چري دغه کامياب شي نو د ملک تقدير به واضحه بدل شي،په دغه پروجيکټ ډير تيزي سره کار روان دي
وزيراعظم مخکښي زياته کړه چي ملک کښي کرپشن او مني لانډرنګ خاتمي لپاره ټول کوششونه جاري دي خان صيب اپوزيشن احتجاج او شور او پارليمنټ صرف خپل کرپشن لپاره کوي
وزيراعظم د نواز شريف صحت په حواله اووئيل چي ملک کښي موجود ټول سهوليات او علاج معالجه ئي روانه ده خو بهر تلو او څه قسمه رعايت په حق کښي نه يم
وزيراعظم د بهارت په حواله اووئيل چي تر څو بهارت کښي اليکشن نه وي شوي نو خطره تر هغي موجوده ده او امن لپاره مي افغانستان طالبانو سره ملاقات کول غوښتل خو د افغان حکومت خفګان لوجي ملتوي شو او پاکستان د افغانستان کښي امن لپاره افغان طالبان او امريکي ترمينځه مذاکراتو کښي خپل کردار ادا کوي
وزيراعظم عمران خان د صحافيانو په سوالونو جواب کښي اووئيل چي ګيس کښي تير حکومتونو ډيره خساره پريښودي ده او ګيس کښي کمي لپاره ايل اين جي په ډير ګران قميت برامد کړيده چي لوجي په عوام بوج جوړ کړي
ګيس او بجلي سيکټر بهتري لپاره خصوصي اقداقاتو باندي کار روان دي
د بي ار ټي په حواله د خيبر نيوز په سوال جواب خان صيب خبره ګول مول کړي او اووئيل چي زه پته لګوم فعل حال راته علم نيشته
بلخوا په خبرو خبرو کښي د وزيراعلي عثمان بزدار او وزيراعلي محمود خان تعريفونه هم کول، اووئيل چي ډير زر به دوانړو کارکردګي عوام ته په ډاګه شي
خان صيب اووئيل چي اووه مياشتو کښي مي د وزيراعظم افس پنځه ديرش کروړه روپو بجت کړي او زما بني ګاله کښي يو پيسه هم د حکومت نه لګي