اپوزيشن ګوندونو بجټ اولس دښمنه ګرځولے او احتجاجې مظاهره کړي

اپوزيشن ګوندونو بجټ اولس دښمنه ګرځولے او احتجاجې مظاهره کړي

د اپوزيشن ګوندونو اراکينو د تحريک انصاف حکومت دويم بجټ اولس دښمنه ګرځولې دے او د قومي اسمبلۍ نه بهر شاهراه دستور باندې احتجاجې مظاهره کړي، اپوزيشن اراکين وائي چې حکومت په هرځائے کښې خپله نااهلي ثابت کړي ، وخت راغلې چې دا حکومت کور ته اوليږلې شي
د قومي اسمبلۍ نه بهر شاهراه دستور باندې اپوزيشن پارټيانو د حکومت پرضد احتجاجي مظاهره کړي چې پکښې اپوزيشن اراکينو د حکومت خلاف نعرے بازي هم کړيده
په دې موقع د پخواني وزيراعظم شاهدخاقان عباسي وينا وه چې حکومت د خپل ممبرانو او اتحاديانو اعتماد ختم کړې ،اولس د ګرانۍ په هور کښې سوځي او زمونږ وزيراعظم عمران خان د اسامه بن لادن متعلق خبرو ته زور ورکړيدے
شاهد خاقان عباسي دا هم وئيلي دي چې موجوده حکومت د ملک معيشت تباه کړې او د پاکستان مستقبل ئې لوټلې دے
احتجاجي مظاهرے په وخت خواجه آصف اووئيل چې پيټرول قيمتونو کښې اضافې په وجه به ملک کښې د خوراک څښاک څيزونه نور هم ګرانيږي او د غريب اولس د اخيستو نه به بهر شي
په دې موقع د پيپلزپارټۍ رهنما نويد قمر وينا وه چې پيټرول پشا مافيا ده ،پيټرول ټولو سره موجود وو خو بيا هم غائب کړې شوي وو ،پيټرولو کښې د حکومت کرپشن واضحه دے

blank