اپوزيشن ګوندونو هغه مسئلے په ګوته کړي د کوم دپاره چي حکومت د وړاندي نه ګامونه پورته کړي

خيبر پښتونخوا کښې د سمارټ لاک ډاون مثبت نتيجے مخي ته راغلي

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشير اجمل وزير وئيلي چي موجوده حالات زمونږ نه د سياست کولو په ځائے د يو والي مطالبه کوي او اپوزيشن ګوندونو هغه مسئلے په ګوته کړي د کوم دپاره چي حکومت د وړاندي نه ګامونه پورته کړيدي
پيښور کښې د شوي ال پارټيز کانفرنس اعلاميي په جواب کښې اجمل وزير وئيلي چي د وزيراعظم عمران خان د ويژن مطابق وزيراعلي محمود خان په قيادت کښې صوبه کښې د کورونا خلاف موثر اقدامات کولے شي او دلاک ډاون نه متاثره خاندانو دپاره حکومت احساس ايمرجنسي کيش پروګرام شروع کړے او د ملک په تاريخ کښې په وړومبي ځل قومي رابطه کميټي کښې د ټولو صوبو وزرائے اعلي بشمول د ازاد کشمير وزير اعظم سره مشوره کولے شي
اجمل وزير اووئيل چي د اوورسيز پاکستانيانو دپاره حکومت اقدامات کړي او دپيښور باچا خان هوائي ډګر ئي د هغوي دپاره خلاص کړيدے
د اطلاعاتو صوبائي مشير اجمل وزير اووئيل چي موجوده حکومت د قبائيلي سيمو د ترقئ دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او په راتلونکي بجټ کښې به د ضم شوو ضلعو ترقۍ دپاره غټ بجټ مختص کولے شي،
اجمل وزير اووئيل چي ډاکټران او نوره طبي عمله زمونږ هيروز دي او د هغوي خدمات به هميشه ياد ساتلے شي

blank