اډيټرجنرل پاکستان جاويد جهانګير ګورنر سندهـ عمران اسماعيل سره کراچۍ کښې ملاقات کړې

اډيټرجنرل پاکستان جاويد جهانګير ګورنر سندهـ  عمران اسماعيل سره کراچۍ کښې ملاقات کړې، اډيټر جنرل دمحکمې کارکردګي، طريقه کار او بهترې لپاره شوې اصلاحاتو په اړه ګورنر سند ته تفصيلي بريفنګ ورکړې دې،

اډيټر جنرل پاکستان جاويد جهانګيرپه مشرې کښې داډيټ اينډ اکاؤنټس ګروپ افسرانو اجلاس هم شوې، جاويد جهانګير اووئيل چې اډت مينجمنټ انفارميشن سسټم سره په اډټ کښې انساني عمل دخل کښې کمې راغلې دې، اډيټرجنرل اووئيل چې تير څلور کالو دوران داډټ محکمې دمتعلقه سټيک هولډرز توقعات پوره کولو لپاره لوئي پيمانې باندې اصلاحات نافظ کړي دي چې دکوم مقصد داډټ نظام نوي تقاضو مطابق جوړول او متعلقه سټيک هولډرز ته بهترين سهوليات فراهمي ده