اکرم خان دراني د آمدن نه زياتې اثاثو په حقله تحقيقات لړ کښې نيب ته پيش شوے

نيب داکرم خان درانې نوم اې سې ايل کښې شاملولو سفارش کړې

د جمعيت علمائےاسلام رهنما اکرم خان دراني د آمدن نه زياتې اثاثو، هاؤسنګ سوسائټۍ کښې خرد برد او غيرقانوني بهرتيانو په حقله تحقيقات لړ کښې نيب پنډۍ ته پيش شوے
نيب پنډۍ کښې د جےيوآئي رهنمااکرم دراني پيش شوے چرته چې نيب ټيم د هغۀ نه تر درې ګهنټو پورې تفتيش کړيدے، د تفتيش وروستو نيب پنډۍ اکرم دراني يوځلې بيا د راتلونکي نهې په ورځ دفتر ته طلب کړيدے، د پيشۍ وروستو اکرم دراني ميډياسره خبرو کښې وئيلي چې نيب ته ئې د اثاثو تفصيلات جمع کړيدي، اکرم دراني الزام لګولے دے چې د نيب مقصد کرپشن ختمول نه بلکه د قوم په مخکښې خلق رسوا کول دي، د آزادي مارچ شروع کيدو سره سم مې نيب اوس هسې بېسه راغواړي، د نيب په وجه ټول ملک په ټهپه ولاړ دے، او ډير زر به ملک په بليک لسټ کښې شامل شي