اے اين پي سوات کښې د پارټي غړو نه سيکورټي واپس اغستلو باندي داحتجاج اعلان کړے

اے اين پي سوات کښې د پارټي غړو نه سيکورټي واپس اغستلو باندي داحتجاج اعلان کړے

عوامي نيشنل پارټي ضلع سوات کښې د ناظمينواو د پارټي د غړو نه سيکورټي واپس اغستلو باندي د احتجاج اعلان کړے او وئيلي دي کا چري دادوئي کارکنانو ته زيان ورسيدو نو زمه واري به ئي دصوبے په وزير اعلي او چيف سيکرټري باندي وي
سوات مينګوره کښې خبري غونډي ته د عوامي نيشنل پارټي سنئير نائب صدر خواجه خان او جنرل سکرټري شاه دوران خان وئيلي دي چي څو ورځي وړاندے مينګوره کښې د ګراني خلاف عوامي نيشنل پارټې احتجاجي مظاهره کړے وه ولي په حکومت تنقيد په نتيجه کښې ضلع انتظامي د عوامي نيشنل پارټي ضلعي صدر او سابقه صوبائي وزير ايوب خان اشاړې،تحصيل ناظم اکرام خان ،ضلعي نائب ناظم عبدالجبار خان نه سيکورټي واپس اغستلي دکومي چي دوئي شديد مذمت کوي
هغوئي زياته کړه چي تبديلي سرکار په جکومت کښې اوس خبري دادي حد پوري راغلي چي په حکومت تنقيد هم نشي کولي
هغوئي د هم اوئيل چي سوات بدامني دوران کښې عوامي نيشنل پارټې مشرانو او کارکنانو دسيکورټي فورسز سره د خپل ژوند قرباني ورکړے ولي اوس د افسوس خبره داده چي دوئي نه سيکورټي واپس اغستلي
هغوئي دهم اوئيل چي دمشرانو سيکورټي به اوس مسلح سلار سر ته رسوي او کا دادوئي مشرانو ته څه قسمه زيان ورسيدو نو زمه وار به ئي دصوبے په چيف سيکرټري او وزير اعلي خيبر پختونخؤا وي