اے اين پي په ډاکټر ضياالدين د شوي خلاف په صوبائي اسمبلئ کښې تحريک التوا جمع کړيده

: سردارحسين بابک

عوامي نيشنل پارټي په ډاکټر ضياالدين د شوي تشدد او ډاکټر برادرئ ته د ورپيښو مشکلاتو خلاف په صوبائي اسمبلئ کښې تحريک التوا جمع کړيده
صوبائي اسمبلئ کښې د اے اين پي پارليماني ليډر او جنرل سيکرټري سردار حسين بابک لخوا جمع کړے شوي تحريک التوا کښې وئيلي شويدي چي په ډاکټر د شوي تشدد له وجي ټول ډاکټران په احتجاج دي، دکوم له کبله چي مريضان د سختو مشکلاتوسره مخ شوي او حکومت له پکار دي چي ددي مسئلے حل اولټوي
سردار حسين بابک وئيلي چي د حکومت جارحانه رويے له وجي مسائلو کښې اضافه شوي او سينئر ډاکټران په استعفي ورکولو مجبوره شويدي
پارليماني ليډر زياته کړي چي موجوده پي ټي ائي حکومت پروموشن سلسله کښې د حقدارو ډاکټرانو حق وهلے او اصل حقدار ډاکټران ئي نظرانداز کړيدي
تحريک التوا کښې دا هم وئيلي شوي چي د ډاکټر برادري مسئلو حل کولو دپاره دے يوه پارليماني کميټي جوړه کړے شي