بابري مسجد متعلق بهارتي سپريم کورټ په فيصله سوشل ميډيا باندي خلقو سخت تنقيد کړې

بابري مسجد متعلق بهارتي سپريم کورټ په فيصله سوشل ميډيا باندي خلقو سخت تنقيد کړې

بابري مسجد متعلق بهارتي سپريم کورټ په فيصله سوشل ميډيا باندي خلقو سخت تنقيد کړې، سوشل ميډيا صارفينو ليکلي چي يو خوا پاکستان سکانو لپاره کرتارپور کهلاوهي ولي بلخوا بهارت بابري مسجد د ړنګولو فيصله کوي،
د بابري مسجد په زمکه مندر جوړولو په فيصله سوشل ميډيا باندي سخت تنقيد روان دے،
يو صارف ليکلي چي بهارت صرف په نوم د سيکولرزم دعوي کوي، نن ټولي دنيا اوليدل چي بهارت صرف يو هندو نيشنسلټ رياست دے،
يو بل تن ليکلي چي د دواړه ملکونو مختلف سماجي اقدار دي،يو خوا پاکستان د اقليت حقوق خيال ساتي او د سکانو لپاره کرتارپور کهلاوهي، ولي بلخوا بهارت د بابري مسجد په ځائے د مندر جوړولو فيصله کړيده،
يو بل ټويټري ليکلي چي پاکستان هغه ملک دے چرته چي هندوان، سکان، کرسچن او نور مذهبونو والا ازادي سره خپل عبادتونه کوي، مذهبي ازادي حوالي سره د قايد اعظم او ګاندهي په سوچ کښې لوئي فرق وو