باجوړ:د وکيلانو وړمبنې حلف برداري دستوره کښې جماعت اسلامي کارکنانواووکيلانو په يوبل د کرسيوګوزارونه کړي

باجوړ:د وکيلانو وړمبنې حلف برداري دستوره کښې جماعت اسلامي کارکنانواووکيلانو په يوبل د کرسيوګوزارونه کړي

د باجوړ سر ښار کښې د قبائلي اضلاع په خيبر پښتونخوا ضم کيدو نه پس د وکيلانو وړمبنې حلف برداري دستوره، خار کښې ترسره شوي دستوره کښې جماعت اسلامي کارکنانو او وکيلانو په يوبل د کرسيو ګوزارونه کړي، په نښته کښې مشر ميلمه ايم اين اے محسن داوړ محفوظ پاتې شوې.د باجوړ بار کونسل حلف برداري دستورې کښې محسن داوړ مشر ميلمه وو، چې کله محسن داوړ تقرير شروع کولو نو دې دوران د جماعت اسلامي پخواني ايم اين اے صاحبزاده هارون رشيد سټيج ته راغلې او په وکيلانو ئي د کرسو ګوذارونه شروع کړل، د جماعت اسلامي نور مشران سابقه اميدوار صوبائي اسمبلي مولانا وحيد ګل ، د قامي اسمبلي اميدوار قاري عبدالمجيد او ګنړ شمير نور کارکنانو هم په ميلمانو او وکيلانو تشدد شروع کړو.ولې د باجوړ مشرانو ميمله محسن داؤړ په خپل حصار کښې واخستو او بغير څه زيان ئي بهر اوويستو،دستوره کښې وکلا بار کونسل مشرانو ضلع دير ، مهمند او نورو سيمو وکلاو پشمول ايم اين اے محسن د ، ايم پي اے سراج الدين خان ، سابقه ايم اين اے اخونزاده چټان او نور خلقو ګډون کړې وو. ولي د حلف بردارۍ دستورې نه وړاندې د جماعت اسلامي غړو وئيلي وو چې که چرې محسن داؤړ ته تقرير موقع ورکړې شوه نو هغوې به د دستورې بائيکاټ کوي.