باجوړ کښی د ډاکټرانو د ډی ايچ اے او آر ايچ اے بل او هسپتالونو نجکاری خلاف هړتال کړی

0
9

په باجوړ ډسټرکټ هسپتال خار کښی د ډاکټرانو د ډی ايچ اے او آر ايچ اے بل او هسپتالونو نجکاری خلاف هړتال کړی،او د هسپتال او پی ډيز ئي بند کړی ،بلخوا مريضان د سخت مشکلاتو سره مخ شوی او مريضانو کورني کسانو د هسپتال مخی ته مين روډ د هر قسم ټريفک تګ راتګ لپاره بند کړی

د صوبے د نورو هسپتالونو په رنګ په باجوړ هيډ کوارټر هسپتال کښی هم ډاکټرانو د ډسټرکټ هيلتهه او رورل هيلتهه بل خلاف او هسپتالونو پرائيويټائزيشن خلاف احتجاج شروع کړي او او پی ډيز په مکمله توګه بند کړے شوی
بل طرفته د سيمی مريضان د ډاکټرانو د احتجاج لواجي د سختو مشکلاتو سره مخ شوی او په هسپتال کښی مريضانو لواحقينو خپل بيماران د هسپتال نه مين روډ ته راويستی او احتجاج ئی کړی چی مريضانو ته دی ورله علاج شروع کړے شی
بلخوا د ډاکټرانو وينا وه چي تر سو پوری د هغوی مطالبات نه وی منل شوی احتجاج به ئی جاری وی
د ډاکټر ايسوسی ايشن لخوا وئيل شوی چی د احتجاج دوران به صرف
ايمرجنسی د مريضانو لپاره کهولاو وی ولی او پی ډيز به تر هغه پوری بند وی
تر سو چی ورته کے پی ډاکټر کونسل لخوا د احتجاج ختمولو امر نه وی شوی