باجوړ کښې ليويز فورس کاميابۍ کاروائۍ دوران يو ټرک نه سل بورې بارود برآمد کړى دى

0
23

قبائلى سيمه باجوړ ايجنسۍ کښې ليويز فورس کاميابۍ کاروائۍ دوران يو ټرک نه سل بورې بارود برآمد کړى دى

اسسټنټ پولټيکل ايجنټ محمدعلى خبريالانو ته وئيلې دى چې  ليويز اهلکارو باجوړ او دير په سرحدى سيمه طورغنډئۍ قذافى کښې ناکه بندۍ په وخت د بارودو د سمګلنګ هڅه شنډه کړے ده
د هغه وينا وه چې ناکه بندۍ په وخت د ليويز صوبيدار حسين او حوالدار وهاب يو ټرک ته د اودريدو اشاره اوکړه  او د تلاشۍ په وخت ئې دغې ټرک نه سل بورې بارود برآمد کړل
پولټيکل ايجنټ ترمخه  دا بارود د چپسو په بورو کښې بند وو او د ترهه ګرۍ پيښه کښې استعمال لپاره باجوړ نه سمګل کيدل
محمدعلى زياته کړه چې  د ټرک ډرائيور تيښته کښې بريالې شوېدے