بادغيس ولايت کښې افغان امنيتي اهلکارو په قافله د طالبانو حملے لوجې لس اهلکار په حق رسيدلي

بادغيس ولايت کښې افغان امنيتي اهلکارو په قافله د طالبانو حملے لوجې لس اهلکار په حق رسيدلي

د افغانستان بادغيس ولايت کښې افغان امنيتي اهلکارو په قافله د طالبانو حملے لوجې لس اهلکار په حق رسيدلي دي،افغان حکومت د طالبانو بريدونو کښې سيوا والې باندې انديښنو اظهار کړي او وئيلي ئې دي چې سولې عمل لپاره د طالبانو عزم کمزورې شوېدے
د بادغيس د ګورنر ترجمان نجم الدين خبري ادارو ته وئيلي دي چې بالا مرغاب اولسوالۍ کښې د سيکيورټي فورسز په قافله طالبانو حمله کړيده
د هغه وينا وه چې دا حمله هغه وخت شويده کله چې سيکيورټي اهلکار د سيمې سيکيورټۍ جائزه اخستو لپاره روان وو چې په ګاډو ئې طالبانو حمله وکړه
نجم الدين زياته کړه چې حمله کښې د پوځ اووه کمانډران او درې پوليس اهلکار په حق رسيدلي او پنځه نور ژوبل شويدي
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې حملے ذمه واري قبوله کړي او وئيلې ئې دي چې دغه سيکيورټي اهلکار د جنګيالو خلاف عملياتو لپاره روان وو چې پرې طالبانو بريد وکړو
د افغان اولسمشر ترجمان صديق صديقي د طالبانو بريدونو کښې سيوا والي باندې د انديښنو اظهار کړېدے او وئيلې ئې دي چې دا حملے ثابتوي چې طالبان سولې لپاره مخلص نه دي

blank