بادغيس ولايت کښې دوسله والو حمله کښې اته سيکورټى اهلکار مړه شوي

بادغيس ولايت کښې دوسله والو حمله کښې اته سيکورټى اهلکار مړه شوي

د افغانستان بادغيس ولايت کښي په يو هوټل درې خودکش حمله آورو بريد کړې چې په کښي اته سيکورټي اهلکار مړه او اووه ژوبل شويدي، افغان چارواکو دعوا کړې چې سيکيورټې اهلکارو سره انښته کښې خودکش حمله آور هم وژلي شويدي
د افغانستان کورنيو چارو وزارت ترجمان نصرت رحيمې د بريد په حواله تفيصيلات ميډيا سره شريک کړې،وائې چې بادغيس ښارکښي دري خودکش بمبار يو هوټل ته ننوتې او سيکيورټې فورسز باندې ئې ډزې کړې دې چې په کښې اته سيکورټي اهلکار مړه او اووه ژوبل شويدي
نصرت رحيمې مطابق بريد کښې عام خلکو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده
ترجمان زياتوي چي افغان فورسسز په جوابي کاروائي کښي خودکش حمله آور هم وژلي دې
طالبانو دے حملے زمه واري قبوله کړيده او وئيلې دې چې دغه بريد په پوليس هيډکوارټر ترسره شوې چې په کښې پوليس اهلکارو ته درنه مرګ ژوبله اوړيدلې ده