بالي ووډ اداکاره پريانکا،هالي ووډ ګلوکار نک جونس وادۀ شول

0
55
بالي ووډ اداکاره پريانکا،هالي ووډ ګلوکار نک جونس وادۀ شول

بالي ووډ اداکاره پريانکاچوپړا او هالي ووډ ګلوکار نک جونس تېره ورځ واده وکړو ،د وادۀ تقريب په تاريخي ښار جود پور کښې ترسره شو ،دويم تقريب کوم چې به د هندو رسوماتو مطابق وي نن هم په دغه هوټل کښې ترسره کيږي
د پريانکا او نک جونس د وادۀ تقريباتو لپاره د بهارت تاريخي ښار جود پور انتخاب شوے چرته چې په يو مقامي هوټل کښې د ښادۍ رسومات ترسره شويدي ، د دواړو په وادۀ کښې نزدې ملګرو او رشته دارو ګډون کړے کوم چې د عيسائي طريقې مطابق شويدے
پريانکا او نک جونس د وادۀ دويم تقريب د جودپور هم په دغه هوټل کښې نن ترسره کيږي کوم چې به د هندي رسم يعنې هندوانو طريقې سره رسومات ادا کوي
واضحه دې وي چې پريانکا چوپړا او نک جونس څلور مياشتې وړاندې د کويزدن اعلان کړے وو