بالي وډ اداکار رشي کپورد کينسر په وجه مړ شو

بالي وډ اداکار رشي کپورد کينسر په وجه مړ شو

بالي وډ ته په څليرشت ګهنټو کي دويم غټه دهچکه، د اداکار عرفان خان نه پس سپر سټار رشي کپور هم کينسر په وجه مړ شو، د خپلي بے ساخته اداکاري لپاره مشهور رشي جي بالي وډ کي د خپلي بے ساخته اداکاري لپاره مشهور وو، رشی د پیښور سره خصوصي مينه لرله، او خپل ځان به ي فخريه پيښورے بلو
فلم کتونکو ته د اګني پت ،بارود، شري چارسوبيس، , زهريلا انسان، دهن دولت پشان سپر هټ فلمونه ورکونکے اداکار رشي کپور هم مړ شو، اداکار رشي کپور د تيري څه مودے راهسي په کينسر کي اخته وو، رشي کپور د معروف فلسماز راج کپور ځوئے وو، هغه د فلم ميرا نام جوکر په زريعه کال نولس سوه اوويا نه د خپل فلمي سفر اغاز کړے ، او بيا ي پشا نه وو کتلي، پرله پسے بلاک بسټر
فلمونو کي لاجواب ادکاري باندي رشي کپور ته پدم شري، او فلم فئير پشان اعلي ترين ايوارډز ورکړے شوي وو، هغه نن په ممبئي ښار کي اخري ساه اخستي،
رشي کپور خاندان د پيښور نه هجرت کړے وو، هغه اخري عمر پوري پيښور سره مينه لرله، او مطالبه ي کړي وه، چي پيښور کي دي دهغوي کور محکمه اثار قديمه محفوظ وساتي

blank