بايد چې د امام حسين د اصولو په رڼا کښې د حق فروع او د تشدد د خاتمے کوششونه وکړو

بايد چې د امام حسين د اصولو په رڼا کښې د حق فروع او د تشدد د خاتمے کوششونه وکړو

د يوم عاشورې په مناسبت صدر مملکت ډاکټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان خپلو پيغامونو کښې وئيلي دي چې دا ورځ د هغه بے مثال قربانو ياد تازه کوي کوم چې د اسلام د سرلوړۍ لپاره امام حسين او د هغه بچو ورکړې وے بايد چې د امام حسين د اصولو په رڼا کښې مونږ هم د حق فروع او د تشدد د خاتمے لپاره کوششونه وکړو
خپل پيغام کښې صدر مملکت عارف علوي وئيلي دي چې امام عالي مقام حضرت امام حسين د خپل ځان،خاندان او ملګرو سره په ميدان کربلا کښې د قربانو هغه تاريخ رقم کړوکوم چې به تر قيامت ياد ساتلي شي
د هغه وينا وه چې دا ورځ مونږ له درس راکوي چې د فسادي طاقتونو مقابلے او د اسلامي اصولو سرلوړي لپاره د خپل ځان نذرانه پيش کولو نه ډډه کول نه دي پکار
په دې موقع خپل پيغام کښې وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ننې ورځ زمونږ لپاره هر اعتبار سره د خصوصي اهميت ورځ ده او دا درس ورکوي چې د دين اسلام سربلندۍ لپاره قرباني ورکول لويه کاميابي ده
خان صيب په خپل پيغام کښې امام عالي مقام ته د عقيدت پيرزونې وړاندي کړي او وئيلې ئې دي چې د کربلا د حق و باطل معرکه د دې خبرې باور ورکوي چې د اسلام اعلي اقدارو فروع لپاره د ځان او د خپل اهل و عيال قرباني ورکول لوئې عظمت دے چې مثال ئې انساني تاريخ کښې موندل ګران دي