باړے بازار اووه کاله پس په داسي حال کښې کهولاؤ چې په لس زره دکانونو کښې يو دکان هم سلامت نيشته

0
36

د خېبر ايجنسي باړے تحصيل بازار اووه کاله پس په داسي حال کښې کهولاؤ کړې شويدي چې په لس زره دکانونو کښې يو دکان هم سلامت نيشته 

د خېبرايجنسۍ نه زمونږ نمائنډه وائي چې پوليټيکل ايجنټ شهاب علي شاه د باړے بازار پرانسته اوکړه او په دغه موقع اعلي پوځي افسرانو پشمول د تاجرانو نمائندګان ترڅنګه د علاقے سپين روبے مشران هم موجود وو او دغه مهال د څا قسمه بدي پيښې مخه نيولو په غرض دسيکيورټي سخت ګامونه پورته کړې شوي وو
مقامي سرچيني وائي چې د باړے بازار اووه کاله پس په داسي حال کښې کهولاؤ کړې شويدي چې پکښې موجود خاو شا لس زره نه سيوا دوکانونو کښې يو هم سلامت نه دے او دوکاندارانو په دي باندي سختي انديښني څرګندي کړيدي چې که يو خوا اووه کاله د هغوي کاروبار بند وو نو بل اړخته په داستي حالاتو کښې دکانونه ميلاويدل د هغوي لپاره له نوره د پريشانۍ خبره ده 
څرګنده دي وي چې په خېبرايجنسۍ کښې د تيرو ډيرو کالو راهستي روانو پوځي عملياتو په وجه دغه بازار بند کړې شوي او وس اووه کاله پس دوباره پرانستي شويدي