بجت باندے بحث دوران يو واري بيه اپوزيشن غړو او حکومتي آراکين ترمنځه د ګرمه ګرم جملو تبادله شوے ده

National Assembly

وفاقي اسمبلي کښې په بجت باندے بحث دوران يو واري بيه اپوزيشن غړو او حکومتي آراکين ترمنځه د ګرمه ګرم جملو تبادله شوے ده ۔ د ن ليګ خواجه سعد رفيق خپل پروډکشن آرډر جاري کيدو باندے د حکومت شکريه ادا کړے خو ورسره ئې د هم ويلي دي چې پروډکشن آرډر هله جاري کولے شي کله چې ورته سياست سره څه کار نه لرونکو لخوا اجازت ملاو شي اودچې ميثاق معيشت نه مخکے ميثاق جمهوريت ضرورت دے۔حکومتي ډلے لخوا فواد چوهدري په اپوزيشن باندے تنقيد کړے دے او ويلي دي چې د اپوزيشن خو دسے ګهټ جوړ دے چې کله د يو او کله د بل نمبر وي او مولانا صيب بيه دوانړو غاړو سره الحاق دپاره تيار ناست وي