بجلى فى يونټ قيمت کښې پنځه نوى پېسو اضافې متعلق سماعت مکمل

د بجلي زيات نرخونو يوه بله جهټکه، نيپرا د بجلي في يونټ قيمت کي د پنځه نوي پيسو اضافے متعلق سماعت ممکمل کړو، د بجلي قيمت کي اضافے مقصد ائي ايم ايف پروګرام مطابق سبسډي ختمول دي،

د بجلي قيمتونو کي اضافے تياري،د حکومت په درخواست باندي نيپرا کي سماعت مکمل، حکومت لخوا ټول سليبز په نرخونو کي د اضافے سفارش شوي، حکومتي سمري مطابق سل يونټ استمالونکو لپاره، في يونټ اته پيسے، دوه سوه يونټ استمالونکو لپاره اتلس پيسے في يونټ، درے سوه يونټ پوري اته څلويښت پيسے او درے سوه نه تر ووه سوه يونټ پوري بجلي استمالونکو لپاره پنځه نوي پيسے في يونټ اضافے سفارش شوي، بنيادي ټيرف کي اضافے سره به د شل اربه روپو سبسډي ختمه شي،