بجټ کښې د تنخوا دار طبقې او غريب اولس خيال ساتلې شويدے

0
31

د وزيراعظم معاون خصوصى هارون اختر پوسټ بجټ پريس کانفرنس ، هارون اختر د کال دوه زره اتلسم نورلسم بجټ متوازن ګرځولے او وئيلى دى چې بجټ کښې د تنخوا دار طبقې او غريب اولس خيال ساتلې شويدے
د پوسټ بجټ پريس کانفرنس په موقع معاون خصوصى هارون اختر د بجټ په تيارۍ باندې د وفاقى خزانې وزير مفتاح اسماعيل ستائنه کړى او وئيلى دى چې وزيراعظم په ذاتى حيثيت کښې د بجټ په تيارۍ کښې کردار ادا کړيدے
هارون اختر وئيلى دى چې بجټ کښې د نوى ټيکس دهنداګانو زياتولو لپاره په ټيکس نيټ کښې د شاملولو فيصله شويده
هغه زياته کړى چې د انکم ټيکس لپاره اصلاحات شويدى او د نوى ټيکس اصلاحاتو په وجه به معيشت ته وده ميلاؤ شى
هغه زياته کړه چې بجټ کښې درې نوى اربه روپۍ ټيکس لږولے شوې ولې يو سل څلور اتيا اربه روپۍ د ټيکس ريليف اعلان هم شوې
د هغه وينا وه چې د ګردشى قرضو لپاره سل اربه روپۍ منظورې شوى او د حکومتى اقداماتو په وجه به درې نيم سوه اربه روپۍ قرضے پاتې شى
هارون اختر وينا وه چې مونږ د راتلونکى حکومت لپاره د رى وينيو زياتولو موقع ورکړى او د بيل آؤټ پيکج لپاره آئى ايم ايف سره رابطه نه کوؤ