بحرين کښې څلور امريکائي خبريالان ګرفتار کړي شوي

0
28
بحرين کښې  په  غير قانوني توګه ملک ته د داخليدو کښې څلور امريکائي خبريالان ګرفتار کړيدي 
د بحرين داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چي د امريکې څلور صحافيان د روانې مياشتې  يوولسمې  او دولسمې  نيټې په مينځ کښې بحرين په غير قانوني توګه داخل شوي وو کوم چي په غير قانوني سرګرمو کښې هم بوښت وو
بيان کښې وئيلي شويدي چې دغه امريکې خبريالان شيعه اکثريتې سيمه کښې موجود وو چرته چي زياتره د حکومت پر ضد مظاهرې کيږې 
بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې دغه خبريالانو کښې يو تن مظاهرچيانو سره موجود وو ولې درې نور کسان  په سيکيورټي چيک پوسټ ګرفتار کړے شويدي چي پکښې د يوې خبريالې پيژندګلو د آنا تهريسي ډے په نوم شويده  او درې نور کسان د هغې د عملې کارکنان دي 
د آنا تهريسي  کورانۍ د بحرين حکومت لخوا په هغې لګولې شوي تورونه رد کړيدے ولې امريکائي چارواکو د خبريالانو په ګرفتارې د تبصره کولو نه ډډه کړيده 
د خبريالانو تنظيم رپورټرز ودآوټ بارډرز هم د آناتهريسي د نيولو پخلې کړيدے  او د هغوي ګرفتارۍ ئي غير قانوني او يو لوئے جرم ګرځولې دے 
رپورټرز ود آوټ بارډرز د حکومت نه سمدستي توګه د آنا تهريسي او د هغوي د ملګرو خوشي کولو غوښتنه هم  کړيده