بدخشان کښې دافغان امنیتي ځواکونو عملیاتو کښې اته طالبان وژلے شوي دي

0
45
افغانستان کښې نښته، پينځۀ جنګيالي مړۀ او يو امنيتي اهلکار په حق رسېدلے

د افغانستان بدخشان ولايت کښې دافغان امنیتي ځواکونو عملیات کړي دي چي دوران ئي اته طالبان وژلے شوي دي
دافغانستان وزارت دفاع ترجمان محمد رادمانش تصديق کړي چې افغان امنیتي ځواکونود بدخشان ولايت په شمال ختیځ کښي کاروائي کړي او دا چه په دي عملیاتو کښي لږترلږه اته طالبان وژلے شوي دي
د ترجمان په ويناد افغان امنیتي ځواکونو دي عملیاتو کښي یو شمیر نورطالب وسله وال ژوبل شوي هم دي
د دفاع وزارت ترجمان وائي چي عملیات د ولایت په جور ولسوالۍ کښي پیل شوي وو چه مقصد ئي دغه سيمه کښي دطالبانو صفايه کول وو، ترجمان زیاته کړي چې د جورم یو شمېر کلي هم دطالبانو څخه پاک کړي شوي دي
د بدخشان ولايت عملیاتو په اړه نور تفصيلات نه دي په ډاګه کړي شوي اوطالبانوهم تراوسه ددې عملیاتوپه حقله څه نه دي وئيلي