بريګيډئير ريټائرډ اسد منير اسلام اباد په ايچ ايټ قبرستان کښي ښاورو ته سپارلي شوي

0
14

بريګيډئير ريټائرډ اسد منير په حق رسيدلي، د اسلام اباد په ايچ ايټ قبرستان کښي ښاورو ته سپارلي شوي، د اسلام اباد پوليس وائي چي اسد منير خودکشي کړيده، د اسد منير کورني ذرائع وائي چي هغه د نيب لخوا د ريفرنس جمع کيدو په وجه ډير پريشانه وو
د پاک فوج او نيب پخواني افسر بريګيډئير ريټائرډ اسد منير د اسلام اباد په ايچ ايټ قبرستان کښي ښاورو ته سپارلي شوي
اسلام اباد پوليس ترمخه اسد منير خودکشي کړيده او لاش ئي د فليټ نه موندلي شوي
پوليس ترمخه د لاش سره نزدي يو لاس ليک هم ميلاو شويدي چي پکښي د خودکشي وجه د نيب لخوا توهين اميز رويه ښودلي شويده
بلخوا د هغه کورني ذرائع وائي چي اسد منير د څو ورځو راهسي د نيب لخوا دائر شوي ريفرنس لوجي سخت پريشانه وو
د اسد منير کورني نه اسلاباد انتظاميه ته د هغه د پوسټ مارټم نه کولو خواست کړي وو کوم چي منظور کړي شوي وو