بشري بي بي د نيب طلبي سمن اسلام آباد هائيکورټ کي چيلنج کړې

عدالت د عمران خان غير شرعي نکاح کيس درخواست ناقابل سماعت ګرځولې

د عمران خان کوروداني بشري بي بي توشه خانه کيس د نيب لخوا د طلبي سمن په اسلام آباد هائيکورټ کي چيلنج کړې، بشري بي بي د وکيل خواجه حارث په زريعه عدالت ته خواست کړي چي د نيب نوټس دي کالعدم وګرځوي

توشه خانه کيس کي قومي احتساب بيورو بشره بي بي ته د نيب ټيم مخي ته پيش کيدو نوټس جاري کړي وو، وس بشري بي بي دغه نوټس په هائيکورټ کي چيلنج کړي دے، عدالت نه خؤاست شوي چي په دي پټيشن فيصله راتلو پوري دي نيب انکوائري په تفتيش کي بدلولو نه اودرولي شي، بشري بي بي لخوا وکيل خواجه حارث درخواست جمع کړي، چي پکي نيب هم فريق جوړ کړي شوي دے