بغلان کښي نامعلومه وسله والو اووه هندي انجينيران تښتولې دي

0
80
بغلان کښي نامعلومه وسله والو اووه هندي انجينيران تښتولې دي

د افغانستان په شمالي ولايت بغلان کښي نامعلومه وسله والو اووه هندي انجينيران تښتولې دي، تښتول شوي انجينيرانود بغلان په خواجه الوان ولسوالۍ کښي د بجلۍ په يو پاورپلانټ کار کولو
وئيلي کيږي چه هندي انجنیران په یو منی بس کښي تيره ورځ سحر کار ته روان وو چې په کمین کښي ناستو نامعلومه وسله والو د ځان سره بوتلل ، افغان ميډيارپورټس وائي چه تښتول شوو کسانوکښي شپږ هندي وگړي اودوه افغانان شامل دي،
د بغلان ولايت د پوليس ترجمان ذبيح الله شجاع وئيلي چه د نامعلومه وسله والولخوا تښتولي شوي دغه کسان د یوې هندي کمپنۍکارکونکي دي ،د پوليس ترجمان په ويناد بغلان ولایت د مرکز پلخمري سره نيزدي ئي د بجلۍ په يو پاورپلانټ کار کولو
دهنددبهرنيو چارو وزارت هم د پېښې تصديق کړي، د انډيا خارجه وزارت ترجمان رويش کمار وئيلي چه مونږ د آغوا شوي هندي انجېنیرانو په حقله افغان چارواکو سره رابطه کښي يو،
بلخواد بغلان والي عبدالحی نعمتي دعوي کوي چه د هندي انجېنیرانو دا ډلې طالبانو تښتولې مګر تراوسه دطالبانو په شمول هيڅ يوي افغان وسله والي ډلي دپيښي زمه واري په غاړه نه ده اغيستى