بغير د پلټنو هند لخوا په پاکستان الزام مسترد کوو

0
79

هندوستان مقبوضه کشمير پلوامه سيمه کښې په شوې خودکش حملې يو وارې بيا سياست شروع کړې او د پاکستان هائى کمشنر نه ئې خارجه دفتر ته رابللې ولې پاکستان په بشپړه توګه د دغه حملې غندنه کړې او ورسره ئې په هند هم زور راوړې چې په دې معاملاتو دې د سياست نه ډډه اوکړى
خارجه دفتر مقبوضه کشميرپلوامه سيمه کښې د خودکش حملې غندنه کړې او وئيلى ئې دى چې پاکستان نړۍ کښې چر ته هم په تشدد يقين نه لرى او بغير د پلټنو هند لخوا په پاکستان الزام مسترد کوو
بلخوا سفارتى ذرائعو ترمخه پلوامه حملې په اړه هندى واکمنو نوى دهلى کښې د پاکستان هائى کمشنر سهيل محمود خارجه دفتر ته رابللې په کوم چې پاکستان لخوا د سخت جواب ورکولو امکان دې
ياده دې وى چې تيره ورځ د مقبوضه کشمير پلوامه ضلع کښې په يو پوځى قافله ځانمرګى حمله شوې وه چې پکښې څلور څلويښت هندى پوځيان وژلى شوى وو د کومې پړه چې جيش محمد ډلې قبوله کړې وه
بلخوا د هند وزيراعظم نريندرمودى هم مقبوضه کشمير کښې په خودکش حملې سياسى بيان ورکړې او وئيلى ئې دى چې پاکستان لخوا د هند بدحاله کولو ارمان به چرې هم پوره نه شى
ياده دې وى چې کال دوه زره شپاړس کښې هم د مقبوضه کشمير په اوړى سيکټر کښې په پوځيانو خودکش حمله شوې وه چې پکښې يو شمير پوځيان وژلى شوى وو د کوم الزام چې هم بغير د څه ثبوت نه په پاکستان لګولې شوې وو او د دغې وروستو هندى واکمنو پاکستان کښې د سرجيکل سټرائيک دعوى هم کړې وه د کومې چې تراوسه پورې هند څه قسمه ثبوت ورنکړو