بلاول بهټو او پخواني صدر آصف علي زرداري به د شورو په ورځ نيب ته وړاندے کيږې

0
28

د پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو او پخواني صدر آصف علي زرداري به د شورو په ورځ نيب ته وړاندے کيږې ،د پيپلزپارټۍ سيکرټرې جنرل وائې چې د پيپلزپارټۍ سينئر قائدين به هم بلاول سره نيب دفتر ته ځې بلخوا قامي احتساب بيورو د هغوي د پيشۍ په موقع چيف کمشنر او آئي جي اسلام آباد نه سيکيورټي غوښتي ده
قومي احتساب بيورو آصف علي زرداري او بلاول بهټو د شورو په ورځ طلب کړي او ذرائع وينا ده چې بلاول بهټو به د خپلو وکيلانو او پارټۍ مشرانو سره نيب ته وړاندې کيږي
چيئرمين پيپلزپارټۍ سره يووالي لپاره جيالو ته اسلام آباد ته د رسيدو حکم ورکړے شوے
د پيپلزپارټۍ پنجاب قيادت به سبا لاهور نه اسلام اباد ته روانيږي او کارکنان به بلاول بهټو نيب ته پيشۍ په موقع قافلے په صورت کښې د هغه سره وي
بلخوا قامي احتساب بيورو چيف کمشنر او آئي جي اسلام آباد ته خط ليکلي دي چې پکښې د آصف زرداري او بلاول بهټو د پيشۍ په موقع سيکيورټي غوښتي شويده
ياده دې وي چې جعلي بينک اکاونټس په ذريعه بهر ملک ته پيسې منتقلۍ کيس کښې پخوانے صدر آصف علي زرداري ، بلاول بهټو زرداري ، اومني ګروپ مشر انور مجيد او نجي بينک مشر حسين لوائي پشمول نور وګړي نامزد دي،