بلاول بهټو زرداري په وزيراعظم عمران خان شديد تنقيد کړې

0
13
سړى ته زنانه وئيلو سره خان صيب زنانو ته څه پېغام ورکوى ؟ بلاول بهټو

د جرمني او جاپان ګاونډي هيوادونه کيدو پحقله بيان،بلاول بهټو زرداري په وزيراعظم عمران خان شديد تنقيد کړې او وئيلي دي چي آکسفورډ غوندې يونيورسټي د کرکټ په بنياد داخله ورکوي نو بيا دا حال وي
د پيپلزپارټې چيئرمين بلاول بهټو زرداري لخوا په وزيراعظم عمران خان دشديد تنقيد سلسله جاري ده،قامي اسمبلې کښې عمران خان ته د سيلکټډ وزيراعظم خطاب ورکولو نه پس بلاول آکسفورډ يونيورسټې کښې د هغه د تعليم پحقله هم تنقيد کړې
بلاول خپل ټويټ کښې وئيلي دي چي د افسوس وړ خبره ده چي زمونږ وزيراعظم جاپان او جرمني ګاونډي هيوادونه ګنړي،بلاول بهټو ټويټ کښې دا هم وئيلي دي چي دا هله کيږي چي کله د آکسفورډ غوندې يونيورسټې د کرکټ په بنياد داخله ورکوي
د يادونې وړ ده چي دوره ايران دوران وزيراعظم عمران خان خپله وينا کښې وئيلي وو چي د دويم عالمي جنګ دوران جاپان او جرمني په يو بارډر وو