بلاول وائي چې سيلابونو لوجې د ديرش ارب ډالرو معاشي نقصان شوېدي

خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې پاکستان هغه لس ملکونو کښې شامل کښې کوم کښې چې د موسمياتي بدلون اثرات رامخې ته شوي،بلاول وائي چې سيلابونو لوجې د ديرش ارب ډالرو معاشي نقصان شوېدي مونږ د نړې څخه خپلو خلکو لپاره انصاف غواړو، بلخوا بلاول بهټو زرداري سره د مالديت هم منصب عبداله شاهد ملاقات کړې او ورسره ئې دوه اړخيزه تعلقاتو او موسمياتي بدلون اثراتو په معاملو خبرې کړيدي
نيويارک کښې د کونسل آن فارن ريليشن د لاندې دستورې ته خطاب کښې بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې مونږ ته د خپلو خلکو لپاره د موسمياتي انصاف پکار دې، پاکستان د کاربن اخراج کښې صفر اعشاريه اته فيصده برخه دې، پاکستان د نړې په هغو لسو ملکونو کښې شامل دې چرته چې د موسمياتي تبديلو اثرات مخې ته راغلي دي هغه اوئيل چې پاکستان کښې د تاريخ تر ټولو لوئې سيلاب راغلې دې، د سيلابونو لوجې وبائي امراض خوريدو انديښنه دې، د سيلاب ورستو اوس د صحت مسئلې هم مخې ته راغلي دي بلاول اوئيل چې هيله مند وو چې د آئي ايم ايف لوظنامې نه به لږ معاشي ريليف ميلاؤ شي، خو د آئي ايم ايف لوظنامې نه د معاشي ريليف امکانات د سيلاب ښکار شويدي، د سيلابونو لوجې معاشي نقصان ابتدائي اندازه ديرش اربه ډالر دې خارجه وزير سره د مالديب هم منصب عبداله شاهد ملاقات کړې او ورسره ئې دواړو ملکونو ترمينځ اړيکو پراختيا،سيمې صورتحال او د موسمياتو بدلون اثراتو په معاملو خبرې کړېدے