بلخ کښې د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټونو د طالبانو حملو کښې اووه اهلکار په حق رسيدلي دي

0
111

د افغانستان بلخ ولايت کښې د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټونو د طالبانو حملو په نتيجه کښې اووه امنيتي اهلکار په حق رسيدلي دي بلخوا فراه ولايت کښې يو مقامي خبريال په ډزو شهيد کړې شوېدے
افغان خبري ادارو ترمخه د بلخ ولايت په چهاربولک اولسوالۍ کښې د امنيتي اهلکارو او طالبانو ترمينځه نښتې شويدي
د چاربولک ضلعې پوليسو مشر محمد آمان خبري ادارو ته وئيلي دي چې دا نښتې هغه مهال شوي کله چې وسله والو د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټونو حملې وکړے
هغه زياته کړه چې د جنګيالو حملو لوجې اووه سيکيورټي اهلکار په حق رسيدلي او اووه پوليس اهلکار طالبانو د ځان سره بوتلے دي
بلخوا فراه ولايت کښې وسله والو د مقامي ريډيو لپاره کار کونکې جاويد نوري نومې خبريال په ډزو شهيد کړېدے