بلدياتى انتخابات به د موجوده حکومت د احتساب ورځ ثابتيږى ، سکندرحيات خان شيرپاو

بلدياتي انتخابات با د موجوده حکومت د احتساب ورځ ثابتيږي ۔ په نورلسم دسمبر با اولس د وعده خلافي بدله اخلي ۔ موجوده حکومت د خپلي ناماکامي ټولے نښي ښکاره کړيدي تحريک انصاف د اولس په اعتماد پورا نه شو ۔ دا خبري د قومي وطن پارټي صوبائي چئيرمين او سابقه صوبائي وزير سکندر حيات خان شيرپاو شبقدر کتوزئي کلي کښي يو شموليتي غونډے تا په خپله وونا کړيدي۔

د قومي وطن پارټي صوبائي چئيرمين ووئيل چي موجوده حکومت په هر لحاذ ناکامه او نااهله ثابت شويدے اولس نن د موجوده حکومت د ناقص پاليسو له وجي د ګراني او بدامني سره مخ دي ۔ تحريک انصاف د انتخاباتو نا وړاندے اولس سره کړي وعدو کښي په مکمله توګا ناکامه شوي او اوس اولس د تحريک انصاف د حکومت نا نجات غواړي ۔ سکندر حيات خان شير پاو زياته کړه چي د اليکټرانک مشين په ذرئعه انتخابات د ائين خلاف ورزي ده او قومي وطن پارټي با د اليکټرانک مشين په ذرئعه د انتخاباتو اجازت ورنکړي هغوي دا هم ووئيل چي تحريک انصاف يو ځل بيا د ټګي او ټوري په ذرئعه حکومت ترلاسه کول غواړي د کومي لپاره چي د اليکټرانک مشين سهار اخلي ۔ هغوي ووئيل چي نورلسم دسمبر با په بلدياتي انتخاباتو کښي اولس خپله بدله اخلي او د موجوده حکومت احتساب با په عبرتناک شکست کښي ورکوي ۔په دے محال سابقه د صوبائي اسمبلي غړي بابر علي مهمد ، د شبقدر نا قومي وطن پارټي تحصيل چئيرمين اميدوار شاهد خان کتوزئي او يو شمير مشرانو هم ووينا وکړه ۔