بلوچستان ژوب ضلع کښې سيکيورټي فورسز آپريشن کړے ، آپريشن دوران سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځه د ډزو تبادله شوېده، آئي ايس پي آر مطابق ډزو کښې يو ترهه ګر وژلے شوے او يو اهلکار شهيد شوے
آئي ايس پي آر ترمخه بلوچستان ژوب ضلع کښې سيکيورټي فورسز خفيه اطلاعاتو په بنياد آپريشن کړے،اپريشن دوران د پوځ اهلکارو او ترهه ګرو ترمينځه ډزې هم شوي دي، ډزو کښې يو ترهه ګر وژلے شوے آئي ايس پي آر وائي چې د ترهه ګرو ډزو کښې سپاهي حق نواز شهيد شوے او دوه فوجي ځوانان ژوبل شوي،علاقه کښې د ترهه ګرو مکمل خاتمې لپاره کليئرنس آپريشن جاري دے د پاک فوج شعبه تعلقات عامه مطابق آپريش پاک افغان بارډر باندي نقل وحرکت په بنياد شوے،دغه ترهه ګر افغانستان څخه بلوچستان ته داخليدل ، چې دروان سيکيورټي فورسز فائرنګ تبادله اوشوه، سيکيورټي فورسز اهلکارو د ترهه ګرو بلوچستان ته داخليدو کوشش ناکامه کړو،