بلوچستان کښي د ترهګرو په ضد د سيکيورټي فورسز عمليات روان دي

0
26

وزير اعلى بلوچستان نواب ثنا ه لله زهري وئيلي دي چي په صوبه کښي د ترهګرو په ضد  د سيکيورټي فورسز عمليات روان دي او تر هغو پوري په چين سره نه کېنو تر څو چي ترهګري په صوبه کښي په مکمله توګه ختمه شوې نه وي

د خبري وزير اعلا بلوچستان نواب ثناه لله زهري په کوټه ايف سي هسپتال کښي په ځانمرګه بريد کښي ژوبل شوي ايف سي اهلکارانو د عيادت  وروسته مېډيا ته  خپل په وينا کښي اوکړې
د هغه وينا وه چي سيکيورټي فورسز په صوبه کښي د امن و امان او د صوبې د پرمختګ لپاره قربانياني ورکوي او ددوى قربانيانو ته مونږ سلام پېشه وه
هغه زياته کړه  چي په بلوچستان کښي د داعش هڅي وجود نشته لېکن د افغانستان  سره د پراخي سر حدي پولي نګراني کول مشکل دى او غواړو چي د سرحدي پولي زر تر زره په مکمله توګه نګراني پيل کړو 
هغه دا هم ووئيل چي په بلوچستان کښي د پا ک چېنا اقتصادي راهداري  د جوړيدو څخه  به په صوبه کښي د پرمختګ او خوشحالى سره امن هم راشي