د بلوچستان زرغون مارګټ سيمه کښې د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټ د ترهه ګرو حمله، آئي ايس پي آر ترمخه ترهه ګرو ډزو په تبادله کښې د پاک پوځ درې اهلکاران شهيد شويدي، جوابي کارروائي دوران يو ترهه ګر هم وژلي شوېدے
آئي ايس پي آر بيان ترمخه د بلوچستان زرغون مارګټ سيمه کښې ترهه ګرو د سيکيورټي اهلکارو په يو چيک پوسټ حمله کړېده
د حملے وروستو په چيک پوسټ تعينات سيکيورټي اهلکارو موثره جوابي کارروائۍ کړې چې لوجې ئې حمله کونکي د موقعې د ځائې نه تيښته کښې بريالي شويدي
بيان کښې زياته شويده چې د سيکيورټي اهلکارو او ترهه ګرو ترمينځ ډزو تبادله کښې يو ترهه ګر وژلي شوي او د پاک پوځ درې اهلکار هم شهيد شويدي
د سيکيورټي اهلکارو دغه چيک پوسټ زرغون سيمه کښې د کوئلے درنګونو نه بهته خورۍ د مخ نيوي لپاره جوړ شوي وو،شهيد شوي سيکيورټي اهلکارو کښې لانس نائيک عبدالقدير، سپاهي مدثر او سپاهي ظهير احمد شامل دي