بلوچستان کښې ددهشتګردو بريد کښې څلور ايف سې اهلکار شهيدان شوې

بلوچستان کښې ددهشتګردو بريد کښې څلور ايف سې اهلکار شهيدان شوې

د بلوچستان تربت سيمه کښې د آپريشن دوران دهشتګردو په ايف سې اهلکارو ډزې کړې،آئې ايس پې آر مطابق دغه بريد کښې د کيپټن عاقب پشمول څلور اهلکار شهيدان شوې دې،شهيد اهلکارو کښې سپاهې نادر،حفيظ الله او سپاهې عاطف الطاف شامل دې
بلخواشمالې وزيرستان کښې ددهشتګردو حمله کښې شپږ سيکيورټې اهلکار شهيدان شوې
د وطن حفاظت لپاره د پاک فوج شپږ نورو ځوانانو د خپل سرونو قربانې ورکړې،شمالې وزيرستان په سرحدې سيمه کښې افغانستان له اړخه دهشتګردو ګشت باندې روان د پاک فوج اهلکارو باندې حمله کړې، آئې ايس پې آر مطابق دغه حمله کښې شپږ سيکيورټې اهلکار شهيدان شوې دې،شهيد شوې اهلکارو کښې حوالدار خالد،سپاهې نويد،بچل،علې رضا،محمد بابر او سپاهې احسن شامل دې
ډې جې آئې ايس پې آر ميجر جنرل آصف غفور وائې چې پاکستان خطه کښې امن قيام لپاره قربانۍ ورکوې،قبائلې علاقو کښې سيکيورټې صورتحال ښه شوې وس به مونږ ټوله ټوله توجو سرحدونه محفوظ جوړولو له ورکوو،ملک دښمنه طاقتونه بلوچستان غير مستحکم کولو کوششونه کوې،انشا الله د دښمن ټول سازشونه به ناکامه کيږې
وزيراعظم عمران خان شمالې وزيرستان او بلوچستان کښې د سيکيورټې اهلکارو په شهادت د افسوس اظهار کړې او شهيد ځوانانو ته ئې د عقيدت پيرزونې وړاندې کړې دې،وزيراعظم د شهيد ځوانانو کورنيو سره غمرازې کړې او وئيلې چې دغه بهادر ځوانانو د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د سرونو قربانې ورکړې