بلوچستان کښې د هند خفيه ادارے را پنځه ډلې کار کوى

0
28

د بلوچستان داخله وزير ميرسرفراز بګتى وئيلى چې صوبه کښې د هند خفيه ادارے را پنځه ډلې کار کوى او دغه تنظيمونو له وجے د صوبے امن وامان تالا ترغه شوے دے

کوئټه کښې د بلوچستان امن او خوشحالۍ په غرض يوې دستورې ته وينا په وخت صوبائى داخله وزير اوئيل چې د بے ګناه خلقو وژنه کښې ککړ کسانو ته خفه بلوچ وئيلې کيږى او هم دغه خلق بهرملک کښې د صوبے خلق لمسوى
سرفراز بګتى اوئيل چې د هند خفيه ادارے په مرسته بلوچستان کښې پنځه ترهه ګر تنظيمونه کار کوى او د هغوى په وجه د صوبے امن تباه شوے دے
داخله وزير مخکښې اوئيل چې د مذهب او فرقه پرستۍ په نوم خلق قتلونکو ته ترهه ګر وئيلى کيږى نو بيا قام پرست قاتلان هم ترهه ګر ګرځول پکار دى
هغه زياته کړه چې د پاکستان آئين او قانون لاندې قام پرستو سره مذاکراتو ته مونږ تيار يو