بليک لسټ کښې شامل طالبان د بهرملکونو دورې معامله افغانستان د متحده قامونو کميټۍ سره پورته کړېده

0
308

د افغانستان خارجه وزارت وئيلي دي چې بليک لسټ کښې شامل طالبان د بهرملکونو دورې نه شي کولے او ماسکو کښې شوي مذاکراتو کښې د طالبانو قطر دفتر وفد د شموليت معامله ئې د پابندو په حواله د متحده قامونو کميټۍ سره پورته کړېده
د افغانستان خارجه وزارت ترجمان صبعت الله احمدي خبري ادارو ته وئيلي دي چې د طالبانو نومونه اوس هم د متحده قامونو بليک لسټ کښې شامل دي او دوي ته د بهرملکونو د سفر کولو اجازت نشته
د هغه وينا وه چې د طالبانو نومونه صرف په دې صورت کښې د متحده قامونو بليک لسټ نه لرې کيدي شي چې دوي د تشدد لار پريږدي او روغې جوړې عمل کښې شامل شي
صبعت الله احمدي زياته کړه چې افغان دولت د پابندو په حواله د متحده قامونو کميټۍ سره رجوع کړېده چې د قطر طالبانو وفد ماسکو غونډه کښې څنګ ګډون وکړو