بنو بکاخیل پۀ مقام احتجاج کونکیود بنو میرانشاه سړک د صوبایی وزیر ټرانسپورټ پۀ مداخلت مشروطه توګه خلاص کړے

بنو بکاخیل پۀ مقام احتجاج کونکیود بنو میرانشاه سړک د صوبایی وزیر ټرانسپورټ پۀ مداخلت مشروطه توګه خلاص کړے

بنو بکاخیل پۀ مقام احتجاج کونکیو د بنو میرانشاه سړک د صوبایی وزیر ټرانسپورټ ملک شاه محمد خان پۀ مداخلت د دوه ساعتونو د پاره پۀ مشروطه توګه خلاص کړے دے.د ملک شامحمد خان پۀ مشري کښې د کمشنر بنو سره د مزاکراتو د پاره د کابل خیل بکاخیل او جاني خیل قبیلې د مشرانو جرګه وټاکلې شوه.احتجاج کونکیو پرېکړه کړېده چې د شوال چلغوزو ته د تلو اجازت نۀ ورکولو پۀ صورت کښې به یوځل بیا د هر رنګ تریفک د پاره د بنو میرانشاه سړک تر هغې پورې تړلے شي څو پورې چې دوي ته شوال ته د تلو اجازه نۀ وي ورکړې شوې.پۀ دې موقعه وزیر ټرانسپورټ شامحمد خان وزبر او وائیل چې د احتجاج کونکیو ټولې مطالبې دوي پۀ پام کښې نیولې دیاو امید دے چې د مزاکراتو نه وروستو به احتجاج کونکیو ته ډېر زر شوال ته د تلو د پاره د اجازت زیرے راوړي.