بنو تحصیل ډومیل خلقو د ظالمانه لوډشیډنګ خلاف د واپډا آفس مخې ته احتجاج کړے

سوات مينګوره کښې دقومي وطن پارټي کارکنانو د ګراني خلاف احتجاج کړے

بنو تحصیل ډومیل خلقو د ظالمانه لوډشیډنګ خلاف د واپډا آفس مخې ته احتجاج کړے،مظاهرينو غوښتنه کړې چې ګرمي انتهائي سېوا شوې، په داسې حالات کښې د لوډشيډنګ دورانيه کمه کړے شي،که چرې د لوډشيډنګ په دورانيه کښې کمے ونه کړے شو د احتجاج په توګه به د واپډا دفتر ګهيراؤ به کولےشي
د لوډشیډنګ پرضد دغه احتجاج د سابقه ایم پي اے فخر اعظم وزیر او تحصیل ناظم فدا محمد پۀ مشري کښې شوے، بنو ټاون شیپ کښې د واپډه افس مخې ته احتجاج کونکو ووئيل چې په څلریشتو ګنټو کښې یوه ګنټه هم بجلی نه راځي، کوم چې د علاقې اولس سره سراسر ظلم او زياتے دے، که يو طرفته ګرمي سېوا شوي نو بل طرفته د آمروزه ژوند ټول کاروبار د بجلۍ سره تړلےدے،مظاهرچيانو ووئيل چې د علاقې اولس د بجلۍ بلونو جمع کول ته تيار دي خو ولې واپډا والا هغوي ته د بجلۍ شيډول ورکولو ته تيار نه دي،مظاهره چیانو پۀ دې موقعه دا دهړکه هم ورکړه که زر تر زره د تحصیل ډومیل بجلي بحال نۀ کړے شوه نو د واپډا دفترګهيراؤ به کولے شي