بنو کښې دوه فریقینو پۀ مینځه پۀ یو اوبل ډزې کړېدي.چې پینځۀ کسان پکښې مړۀ او څلور کسان سخت ژوبل شوي ديد تفصیلاتو ترمخه دغه جګړه د صدرتاڼې حدود شېراحمد کلي کښې د دوه فریقینو ترمینځه شوېده.دلته دواړو فریقینو پۀ یو اوبل ډزې کړېدي.چې لا امله یې د دوه راهګیرو پۀ شمول پینځۀ کسان پۀ موقعه مړۀ شوي او څلور کسان ژوبل شوي دي.مړۀ شوي او ژوبل شوي کسان د بنو هیډ کواټر هسپتال ته رسول شوي دی.چرته چې د ژوبل کسانو حالات هم مرګونے ښودلے شي.بلخوا د بازار احمد قادر کلي کښې پوليس او سيکيورټي فورسز د زمکې نه مارټرګولې ترلاسه کړيدي او د تباهۍ لویه منصوبه یې شنډه کړېده.