بنو کښې تاجرانو نن يوځل بيا د پرونئ ډکېتئ پرضد احتجاج کړے

دکوهاټ محمد رياض شهيد تهانړې کښې يوګرفتارتن مبينه خود کشي وروستوورثاؤ احتجاج کړې

بنو کښې تاجرانو نن يوځل بيا د پرونئ ډکېتئ پرضد د نيشنل پريس کلب بنو مخې ته احتجاج کړے دے. او د پوليس نه يې پۀ سم لاسی توګه پۀ پېښه کښې د ککړو ملزمانو د نيولو او پۀ ګوته کولو غوشتنه کړېده.
تېره ورځ بنو چوک بازار کښې پۀ رڼا ورځ د کپړو د يو دکاندار نه موټر سائيکل سوارو نقاب پوشو د وسلې پۀ زور پينځۀ لکه روپئ وړې وې.
چې پۀ دکاندار يې تشدد او ډزې هم ورباندې کړې وې.
د دغه احتجاج پۀ مهال شاوزير خان، غلام قيباز ، ملک مقبول خان او د تاجرانو نورو مشرانو دا پرېکړه وکړه
که د بنو چوک بازار پۀ برونئ پښه کښې ککړ ملزمان رز تر زره ګرفتار او پۀ ګوته نۀ کړې شول.
نو دوي به دغه د احتجاجونو لړئ نورو ښارونو ته هم وغزوي