بنو کښې د قبائلي مشر ملک ماتوړ خان غائبانه جنازي مونځ ادا کړے شوي

0
141
بنو کښې د قبائلي مشر ملک ماتوړ خان غائبانه جنازي مونځ ادا کړے شوي

شمالي وزيرستان خيسور سيمه کښې د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوے قبائلي مشر ملک ماتوړ خان غائبانه جنازي مونځ بنو کښې ادا کړے شويدے
بنو مرکزي بازار کښي د ملک ماتوړ خان غائبانه جنازي مونځ ادا کړے شو چي پکښي د بنو او د وزيرستان ګڼ شمير خلکو ګډون اوکړو،
جنازي نه پس ګډون والو د ملک ماتوړ خان روح ايصال ثواب دپاره دعا هم اوکړه
په دي موقع خلکو مطالبه اوکړه چي د ملک ماتوړ خان په قتل کښې ککړ عناصر دي په هر صورت ګرفتار کړے شي ځکه چي وزيرستان ئي د يو خدمتګار او محب وطن مشر نه محروم کړو