بنو کښې د پولیسو مبینه ډزولو کښې یوه زنانه وژل شوې

بنو کښې د پولیسو مبینه ډزولو کښې یوه زنانه وژل شوې

بنو کښې د پولیسو مبینه ډزولو کښې یوه زنانه وژل شوېده.چې پرضد یې دا سیمې خلقو د احتجاج پۀ توګه بنو ډېره اسماعیل سړک د هرقسم ټریفک د پاره تړلې وو او د وژل شوې زنانه لاش یې د ډسټرکټ هیډ کواټر هسپتال مخې ته پۀ سړک کېښودلے وو.بلې خواته د پولیس وینا ده چې وژل شوې زنانه خپل خاوند پخپله پۀ ډزو وژلې ده او باقایده یې د پولیس پۀ وړاندې د جرم اعتراف هم کړے دے.احتجاج کونکیو وینا وه چې نن سحر د منډان تهاڼې پولیسو سپوني کلي فاتح خیل کښې د یو تن پۀ کور چاپه وهلې ده کوم چې معمولي جرم کښې پولیس ته مطلوب وو.دغه خلق الزام لګوي چې پولیس د چاپې پۀ مهال د ملزم کورودانه پۀ کور کښې دننه پۀ ډزو وژلې ده.کومه چې د قرآن حافظه او عالمه هم وه د احتجاج کونکیو غوښتنه وه چې متاثره کورنۍ ته دې انصاف ورکړې شي.بلې خواته د ډي پي پي او بنو وسیم ریاض وینا ده چې دغه زنانه خپل خاوند پۀ پخپله پۀ ډزو وژلې ده چې هدف یې پۀ پولیس الزام لګول وو.ډي پي او بنو ویسم ریاض دا هم وائیلي دي چې ملزم باقایده د خپلې کور ودانې قتل اعتراف هم کړے دے.پۀ دې اړه ډي پي او بنو دا هم وائیلی دی چې دغه ملزم پۀ یو شمیر نورو جرمونو کښې هم ملوث دے