بنګله ديش کرکټ بورډ د پاکستان خلاف ټي ټونټي سيريز لپاره سکواډ اعلان کړيدے

بنګله ديش کرکټ بورډ د پاکستان خلاف ټي ټونټي سيريز لپاره سکواډ اعلان کړيدے

بنګله ديش کرکټ بورډ د پاکستان خلاف ټي ټونټي سيريز لپاره سکواډ اعلان کړيدے ،سکواډ کښې آل راؤنډر محمود الله کپتان برقرار ساتلې شويدے
بنګله ديش کرکټ بورډ د پاکستان خلاف ټي ټونټي ميچونو سيريز لپاره د سکواډ اعلان کړے چې پکښې محمود الله کپتان،تميم اقبال،سوميا سرکار،نعيم شيخ،نجم الحسن شانتو،لټن داس،ايم ډي متهن،عفيف حسين،مهدي حسن،امين الاسلام،مصطفي الرحمان،شفيع الاسلام،الامين حسين او حسن محمود شامل دي
د پاکستان او بنګله ديش کرکټ ټيمونو ترمينځ به وړومبې ټي ټونټي ميچ روانې مياشت په څليريشتمه نيټه لاهور کښې لوبولې شي ،دغه رنګ دويم ميچ به په پنځه ويشتمه نيټه او دريم ميچ به په اوويشته جنوري قذافي سټيډيم لاهور کښې لوبيږي