بهارتي اداکار سلمان خان ته د پينځۀ کالو قېد سزا اورولے شوې

0
89

د بهارتي رياست جود پور عدالت شل کاله پس د ناياب تورے هوسي د ښکار مقدمے فيصله واوروله،عدالت بهارتي فلم سټار سلمان خان ته پينځه کاله قيد او لس زره جرمانے سزا ورکړے ده،
په دے مقدمه کښي سلمان خان سره ادکاران سيف علي خان ،تبو،سونالي بيندرے او نيلم هم نامزد وو ولي عدالت دغه ملزمان بري کړے دي، په سلمان خان او نورو ملزمانو الزام وو چي هغوي په کال نورلس سوه اته نوي کښي شوټنګ دوران د ناياب نسل د دوه تورو هوسو ښکار کړے وو
بهارتي ميډيا مطابق سماعت په موقع جود پور عدالت نه بهر د سيکيورټي سخت انتظامات شوے وو،فيصلے اورولو نه پس د بهارتي فلم سټار سلمان خان خوئندو ارپيتا او الويرا هم عدالت کمره کښي په ژړا شوے
د بهارتي قانوني پوهانو وينا ده چي دے کيس کښي زياتے نه زياته سزا شپږ کاله ورکړے کيدے شوه او سرکاري وکيل هم د شپږ کاله سزا خواست کړے وو خو عدالت سلمان خان ته پينځه کاله قيد سزا واوروله