بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو کيس سماعت به عالمي عدالت انصاف کښې د نن نه شروع کيږي

0
26
بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو کيس سماعت به عالمي عدالت انصاف کښې د نن نه شروع کيږي

پاکستان کښې ترهه ګرې کښې د ککړ بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو کيس سماعت به عالمي عدالت انصاف کښې د نن نه شروع کيږي کوم چي به د يوويشتمې فرورې پورې جاري وي ،پنځلس کسيزه بينچ کښې يو جج بهارتي دي،نن به هندوستاني وکيلان دلائل ورکوي،سباله به پاکستاني وکيلان جوابي دلائل ورکوي
د نيدر لينډ هيګ ښار قائم عالمي عدالت انصاف فل بينچ به پاکستان کښې د ترهه ګرې يو شمير منصوبو کښې ملوث بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو کيس سماعت د نن شروع کوي،د سماعت په وړومبې ورځ به بهارتي وکيلان دلائل ورکوي،د پاکستان وکيلان به سبا له جوابي دلائل ورکوي
په شلمه او يوويشتمه فرورې به د عالمي عدالت فل بينچ يعني پنځلس کسيزه بينچ د کيس پحقله غور کوي،بينچ کښې د يو جج تعلق د بهارت سره دې
د يادوني وړ ده چي لسم اپريل کال دوه زره اولسم کښې فوجي عدالت پاکستان کښې د ترهه ګرې په الزام کښې بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو ته د پهانسې سزا اورولې وه ولي هندوستان دغه سزا عالمي عدالت انصاف کښې چيلنج کړې وه